راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکل سو

Dec 29, 2022 - 15:44
 7
راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکل سو

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ازادي راډیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې لیکلي دي چې، راشدخان به تر دې وروسته په شل اوریزو سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر وي.

په خبر پاڼه کې د کرېکټ بورډ د عمومي رئیس ښاغلي میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: "باید ووایم چې راشدخان د ملي لوبډلې حتی د کرېټ د نړۍ یو ځلانده او ستر اتل دی او زه باوري یم چې نوموړی به ورسپارل سوی مسوولیت په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي."

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل سوي چې راشدخان د دې مسولیت هر کلی کړی دی او ویلي دي: "له شک پرته دا زما لپاره يو لوی وياړ دی چې د خپلې ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت راسپارل کېږي، که څه هم دا يو سخت کار دی، خو د خپل هېواد لپاره خولې تويول او سختۍ ګالل بايد لومړيتوب واوسي."

تر دې وړاندې محمد نبی عیسی‌خېل شا اوخوا دوه کاله د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ وکړه او وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره نه‌کړې، د کرېکټ څارونکو او عوامو خلکو تر غبرګونونو وروسته له لوبډلمشرۍ لاس په سر سو.

د یادونې وړ ده چې راشد خان دوه ځل وړاندې هم د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل سوی و، خو د کرېکټ بورډ د وخت له چارواکو سره د ناخوښۍ پر اساس یې لوبډلمشري پرې ایښې وه.