زابل کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان سوي دي

Dec 29, 2022 - 15:30
 3
زابل کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان سوي دي

په زابل کې د سپرلۍ د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان ټپیان سوي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، دغه پېښه نن سهار وختي د زابل مرکز قلات ته نژدې د سپینې غبرګي په سیمه کې رامنځته سوې.

د نوموړي په وینا د پېښې ټول ټپیان د مرکز قلات روغتون ته انتقال سوي.

د پېښې علت د موټر تېز سرعت بلل سوی.

د کابل - کندهار لاره چې ډېری برخه يې ويجاړه ده ترافيکي پېښې په‌کې ډېرې رامنځته کېږي.