غور کې د واورې ورېدو له امله ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړل سوي دي

د غور ولایت ټولې لارې د سختو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل سوې دي.
د غور سیمهییز ترانسپورتي چارواکي وايي، تېره شپه د غور- هرات، غور- کابل لویې لارې او له فېروزکوه ښار سره د غور ولایت د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل سوي او سلګونه مسافر د لویې لارې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
د غور د والي وياند عبدالواحد حماس هم په دغه ولايت کې د لويو لارو او مواصلاتي لارو د بندېدو خبر تأييد کړ او ويې ويل، چې دا مهال هوا ښه نهده، واوره ورېږي او کله چې هوا ښه سي؛ د ټولګټو چارو ټیمونه به هڅه وکړي چې سړکونه بیا پرانیزي.
غور د افغانستان په مركز كې يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې د ژمي په موسم كې د واورو ورېدو او توفانونو له كبله يې لارې تل د ترافيكو پر مخ تړلې وي.