چارواکي: د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل سوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د درنو واورو له کبله دغه لویه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل سوه.
د دې ادارې مشر، عبیدالله عبید نن یکشنبه (د مرغومي ۵مه) رسنیو ته وویل، په شمالي او جنوبي سالنګ کې له پرون راهیسې سخته واوره اوري.
ده ویلي، یوازې هغو موټرو ته پر سالنګ د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې د ژمي تجهیزات او د ټایرونو لپاره خاص ځنځیرونه ولري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، بشري قوه له دې لویې لارې د واورې په پاکولو بوخته ده.