کرېکټ؛ بټلر د تېرې میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

Dec 14, 2022 - 08:24
 4
کرېکټ؛ بټلر د تېرې میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرېکټ نړیواله شورا هره میاشت هغه غوره لوبغاړی اعلانوي چې غوره لاسته راوړنې ولري.

دا ځل د انګلستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر جاس بټلر ته دغه ویاړ ور په برخه شو.

بټلر په نومبر میاشت کې انګلستان ته شل اوریز نړیوال جام وګاټه.

هغه په نیمه پایلوبه کې د هندوستان پر وړاندې په ۴۹ توپونو ۸۰ منډې کړې وې او لوبه یې ګټلې وه.

د تېرې میاشتې په غوره لوبغاړو کې د پاکستان شاهین اپريدي او د انګلستان بل لوبغاړی عادل رشيد ورسره په مقابله کې و، چې د مینه‌والو د زیاتو رایو له امله جاس بټلر د نومبر میاشتې غوره لوبغاړی اعلان سو.

دغه راز په ښځينه لوبغاړو کې بیا پاکستانۍ صدرا امین د نومبر میاشتې د غوره لوبغاړې ویاړ خپل کړ.