فیفا فوټبال نړیوال جام؛ نن لومړنۍ نیمه پایلوبه ترسره کېږي

د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د قطر په لوسیل لوبغالي کې د ارجنټاین او کروویشیا ترمنځ پيليږي.
دغه سيالي چې د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې پيليږي د اټکل لهمخې به تر نوي زرو پورې خلک لوبغالي ته د نندارې په پار راسي.
ارجنټاین په کوارټرفاینل کې د هالنډ او کروویشیا د برازیل په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته راووتل.
ټاکل سوې ده چې دویمه نیمه پایلوبه به سبا د فرانسې او مراکش ترمنځ ترسره سي.
د دې سیاليو پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه وي.