د افغان لوبغاړو په ګډون د بیګ بیش سوداګریزې سيالۍ پيليږي

Dec 14, 2022 - 08:53
 5
د افغان لوبغاړو په ګډون د بیګ بیش سوداګریزې سيالۍ پيليږي
د افغان لوبغاړو په ګډون د بیګ بیش سوداګریزې سيالۍ پيليږي

د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې له لوري د بیګ بیش لیګ شل اوریزو سياليو دولسم پړاو نن پيليږي.

دغه سيالۍ چې د اتو لوبډلو په ګډون پيليږي پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو لوبغاړي هم په‌کې برخه لري.

د افغانستان له لوري په دې سيالیو کې راشدخان، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او اظهارالحق نوید په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.

د بیګ بیش سيالۍ په لومړۍ ځل په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې پيل سوې او د هندوستان تر غوره لیګ وروسته د نړۍ په کچه دویم مشهور لیګ بلل کېږي.

افغان لوبغاړی راشد خان په دې سياليو کې د ايډليډ سټرایکرز لپاره لوبيږي.

هغه په لومړي ځل په ۲۰۱۷ زېږدیز کال په دې سياليو کې هوکړه لیک لاسلیک کړ او لا یې خپله لوبډله نه‌ده بدله کړې.

خان پنځم لوبغاړی دی چې د بیګ بیش په تاریخ کې د هېټریک ویاړ لري.

نوموړي تر دې دمه په ۶۱ لوبو کې ۹۲ ويکټې ترلاسه کړې ده او یو ځل یې په یوه لوبه کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

مجیب الرحمن بیا په لومړیو کې د برسبن هېټ لوبډلې لپاره لوبېده، خو سږکال یې د میلبورن رینیګېډز له لوبډلې سره د لوبېدو لاسلیک کړی دی.

فضل الحق فاروقي او اظهار الحق نوید به په لومړي ځل په دې سياليو کې ولوبيږي چې فاروقي له سيډني تندر او نوید له سيډني سیکسرز سره قرارداد لري.

تر دې وړاندې محمدنبي، ظاهرخان، قیس احمد او نور احمد هم د افغانستان په استازولۍ په دې سیالیو کې برخه اخيستې وه.

ننۍ لوبه د د فضل الحق فاروقي د لوبډلې سيډني تندر او میبلرن سټارز ترمنځ ده.

د یادونې ده چې د بیګ بیش لیګ د تېر کال اتلولي پرت سکارچرز ګټلې وه.