يونس خان په روزنيز کمپ کې د افغان لوبغاړو روزنه منلې

يونس خان په روزنيز کمپ کې د افغان لوبغاړو روزنه منلې

د پاکستان مخکيني لوبډلمشر چې په تسټ لوبو کې يې تر ١٠ زرو ډېرې منډې کړې وې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره منلې چې د بېټينگ لنډمهالى روزونکى يې شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نيت لري چې د اپريل په مياشت کې د ملي لوبډلې او ځينو ځوانانو لوبغاړو روزنيز کمپ په متحدو عربو اماراتو کې پيل کړي.

په دې روزنيز کمپ کې به د بېټينگ په برخه کې د پښتونخوا تکړه لوبغاړى يونس خان د روزنې دنده پر غاړه لري.

د بالېنگ په برخه کې هم د پښتونخوا عمر گل ټاکل شوى چې له افغان بالرانو سره مرسته وکړي.

د افغان کرېکټ بورډ اداري مسوول نصيب خان بي بي سي ته وويل:

" متحدو عربو اماراتو ته زموږ د سفر بېلا بېل دلايل دي. موږ غواړو چې افغان لوبغاړو ته د اماراتو اقامې ترلاسه کړو چې له دې وروسته تر لوبو وړاندې د ويزو ستونزه نه وي. بل مو دا غوره وخت وباله چې د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي او ځينې زلمي لوبغاړي چې په راتلونکي کې به زموږ د ملي لوبډلې ستوري وي، سره راټول کړو او د نړۍ د دوو تکړه لوبغاړو او روزونکو په شته والي کې روزنه ورکړو. د نړيوال کرېکټ مهال وېش ته په پام داسې موقع لږ ترلاسه کېږي."

اماراتو ته ډېر کله ځينې افغان لوبغاړي تر وروستيو شېبو د ويزو د نشتوالي له امله نه شواى تللى.

کرېکټ بورډ هيله لري چې د اقامو په ترلاسه کولو به دا ستونزه حل کړي.

سرچينو بي بي سي ته ويلي چې يونس خان او عمر گل به د اوس لپاره يوازې د همدې روزنيز کمپ په ترڅ کې له افغان لوبډلې سره په روزنه بوختېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي ډېر ژر به د ملي لوبډلې لپاره روزونکى اعلان کړي.

د سرچينو په وينا د افغانستان کرېکټ بورډ هڅه کوي چې نوي زلمي لوبغاړي په ملي لوبډله کې د ځينو پخوانيو هغو پر ځاى ورو ورو ځاى پر ځاى کړي.

پر افغان کرېکټ په تېرو کلونو کې پرله پسې نيوکې دا وې چې زلميو لوبغاړو ته يې په گرانه ځاى ورکاوه.

ځينې داسې لوبغاړي هم تر دې وروستيو په ملي لوبډله کې لوبېدل چې ان په ٢٠٠٦ کال کې ورسره و.

د کرېکټ لوبې کارپوهان په دې باور دي چې که زلميو لوبغاړو ته موقع نه وي نو د لوبډلې په راتلونکې بد اغېز کولى شي.

په دې وروستيو کې ملي لوبډلې ته د تېز بالر فضل الحق فاروقي، د منډه جوړونکو رياض حسن او دروېش رسولي په راتگ افغان کرېکټ مينه والو خوښي ښوولې وه.

دغو زلميو لوبغاړو خورا ښه لوبه هم وکړه او داسې ښکاري چې په ملي لوبډله کې يې ځان ته ځاى جوړ کړ.

د ١٩ کلنو افغان لوبډلې هم په نړيوال جام کې ښه لوبه وکړه او تر نيمه پايلوبو ورسېدل.

د ډېرو په گومان په افغانستان کې د ځوان کرېکټ استعداد کمى نشته خو روزنه، پالنه او پام پرې ډېر کله نه و.