ځینو روسي رسنیو ته د کرملېن خبرداری: د اوکراین ولسمشر سره مرکه خپره نه‌کړئ

Mar 28, 2022 - 17:38
 2
ځینو روسي رسنیو ته د کرملېن خبرداری: د اوکراین ولسمشر سره مرکه خپره نه‌کړئ

د روسیې د ارتباطاتو د تنظیم ادارې د روسیې خبري اژانسونو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره شوې مرکه خپره نه‌کړي.

دا خبر میدوزا خبري اژانس ورکړی دی.

زلنسکي د میدوزا، دوژد ټلوېزیون، کومرسانت ورځپاڼې او زیګار یوټیوب کانال په ګډون د روسیې له ځینو خبري رسنیو سره پرون ۹۰ دقیقې مرکه وکړه.

ولسمشر زلنسکي په دې مرکه کې ویلي، دی له روسیې غواړي چې په اوکراین کې د خپلې جګړې په اړه په واقعیت ځان پوه کړي.

د ارتباطاتو د تنظیم ادارې روسکوماندزور پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې دغو رسنیو ته د دې مرکې د خپرېدو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې د دغو څلورو رسنیو په اړه پلټنه پیل شوې ده.