میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا ناستې ته مو بشپړ چمتووالی نیولی

Jan 19, 2023 - 13:30
Jan 19, 2023 - 13:34
 5
میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا ناستې ته مو بشپړ چمتووالی نیولی

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وايي چې په عربي متحده اماراتو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا له مشرانو او ځینو هېوادونو د کرکټ بورډونو له استازو سره کتلي دي.

اشرف نن دوشنبه د جنورۍ ۱۶ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په عربي متحده اماراتو کې دی او هلته یې د کرکټ نړیوالې شورا پر مشرتابه سربېره د یو شمېر هېوادونو د کرکټ له مسوولانو سره کتلي دي او له ځینو نورو سره بیا د ټېلېفون له لارې غږېدلی دی.

نوموړی وايي، د دې ناستو او خبرو په ترڅ کې یې د اسټرالیا کرکټ ادارې د وروستۍ پرېکړې په تړاو له دې مشرانو سره ګټورې خبرې درلودې او ترڅنګ یې له دې هېوادونو سره په راتلونکي کې پر دوه اړخیزو لوبلړیو هم خبرې کړي دي.

هغه دا نه دي لیکلي چې د کومو هېوادونو د کرکټ ادارو له مشرانو سره یې کتلي، خو د کرکټ بورډ اجرایوي رییس په یوه ويډيو پیغام کې ویلي وو چې د افغان کرکټ ادارې عمومي ریس د سریلانکا، هندوستان او پاکستان له مسوولانو سره د اسټرالیا د پرېکون په تړاو غږېدلی او هغوی د مرستې ډاډ ورکړی دی.

اسټرالیا د جنورۍ میاشتې په ۱۲ نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې د ا.ا  له لوري ښځو او نجونو ته د تعلیم او ژوند محدودیتونو له امله نه غواړي په مارچ میاشت کې له افغاستان سره د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ولوبي.

میرویس اشرف د اسټرالیا د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: "د اسټرالیا د پرېکړې په اړه باید ووایم چې موږ یې هم په اړه د کرکټ نړیوالې شورا ته خپل دریځ روښانه کړ او د دوی دغه کار مو خواشینونکی وباله."

هغه دغه راز وايي چې په مارچ میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا عمومي ناسته ده چې هرکال په همدې میاشت کې ترسره کېږي او ډاډ ورکوي چې د دې ناستې لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او د کرکټ نړیوالې شورا ته به د افغان کرکټ ټولې لاسته راوړنې وړاندې کړي.

اشرف دغه راز ویلي چې د نورو هېوادونو د کرکټ له مسوولانو سره یې ناسته هم ډېره ګټوره وه او په خبره یې چې ډېر ژر به ځیني مثبت زېري خلکو ته واوروي.

سکون راډیو