د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن سریلانکا سره مخ کیږي

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به نن پنجشنبه د اسیايي جام سیالیو په منځلوبه کې له سریلانکا سره مخامخ سي.
دا به تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان څلورمه مسابقه وي.
د افغانستان تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې دوې سیالۍ ګټلې او یوه یې بایللې ده.
سریلانکا په ډي ګروپ کې درې واړه سیالۍ ګټلي دي.