امریکا: افغان ډپلوماټان دې واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند کړي

Jan 27, 2022 - 10:35
 7
امریکا: افغان ډپلوماټان دې واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند کړي

العربیه ټلوېزیون وايي، د امریکا حکومت په خپل هېواد کې افغان ډپلوماټانو ته خبر ورکړی چې دوی په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او همدا راز په نیویارک او لاس انجلس کې کونسلګرۍ بند کړي.

العربیه ادعا کوي چې له موضوع خبرو سرچینو دا هم ورته ویلي چې امریکا د افغان ډپلوماټانو ډپلوماټیک مصونیت هم اخلي.

تراوسه پورې د امریکا حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په امریکا کې افغان ډپلوماټانو چې د افغانستان د پخواني حکومت استازیتوب کوي، پرون وویل چې بانکي حسابونه یې تړل سوي دي.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې پر خپله وېبپاڼه د دوو ډپلوماټانو په قول ویلي چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه بند سوي دي.

امریکا غږ وايي چې دغو افغان ډپلوماټانو نه غوښتل چې نومونه یې څرګند سي.