بهرنیو چارو وزارت وايي، بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنه مړو سویو افغانانو جسدونه هېواد ته رانتقالوو

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنه مړو سویو افغانانو د جسدونو د لېږد په اړه په دې هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارل سوې، چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته دې هېواد ته د لېږد په تړاو پر وخت همغږي ترسره سي.
سکون راډیو