د کابل لوېدیځ کې د ګازو ډبې چاودنه سوې، درې کسان وژل سوي

May 24, 2022 - 16:42
 6
د کابل لوېدیځ کې د ګازو ډبې چاودنه سوې، درې کسان وژل سوي

د کابل ښار لویدیځه برخه کې د یوې چاودنې رپوټونه ورکړل سوي دي. د امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د اتلسمې امنیتي حوزې په نقاش سیمه کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله سوې ده.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته وویل، پېښه کې درې کسان وژل سوي او یو شمېر ټپیان دي، چې په وینا یې تر اوسه یې کره شمېر معلوم نه دی.

ښاغلي ځدراڼ له دې مخکې په یوه ټویټر پیغام کې وویل، د چاودنې له کبله د لګېدلي اور وژنې لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه او د اور وژنې کارکوونکي استول شوي دي.

پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د پېښې له ځایه د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

د ستاره په نامه روزنیز مرکز هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې چاودنه مرکز ته نژدې یوه کور کې د ګازو دوو ډبو چاودنو له کبله شوې دي.

د مرکز په وینا پاڼه کې ویل شوي، چې پېښه کې د دوی ښوونکو او زدکونکو ته زیان نه دی رسېدلی.