د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايې، ټاکل سوې ٦۵زره افغانان د کار کولو لپاره يو شمير بهرنيو هيوادونو ته واستول سي.

Nov 10, 2022 - 00:14
 10
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايې، ټاکل سوې ٦۵زره افغانان د کار کولو لپاره يو شمير بهرنيو هيوادونو ته واستول سي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستيال عبدالسلام سادات ويلي چې له يادو افغانانو څخه ۵٠زره تنه د کاريګرو په توګه او ١۵ زره نور به د چوپانونو په توګه واستول سي.
نوموړي زياته کړې چې ياد افغان کاريګر سعودي عربستان، قطر، ترکيې او متحده عربي اماراتو ته د يوه تړون له مخي استول کيږي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال ويلي چې په ځانګړي ډول ١۵زره افغانان سعودي عربستان، قطر او ترکيې د څارويو د چوپانانو په توګه استول کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ زياتوالي له امله ګڼ شمير افغان ځوانان پر قاچاقي لارو بهرنيو هيوادونو ته ځي چې ډير کم شمير يې تر خپل هدف پوري رسيږي.
سکون راډیو