د شل اوریز نړیوال جام کرکټ سياليو په نیمه پای لوبه کې پاکستان نیوزیلنډ ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

Nov 9, 2022 - 22:54
Nov 9, 2022 - 23:57
 13
د شل اوریز نړیوال جام کرکټ سياليو په نیمه پای لوبه کې پاکستان نیوزیلنډ ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
لومړی توپ وهنه نیوزیلنډ وکړه او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لپاره محمد رضوان او بابر اعظم ښه لوبه وکړه او دواړو پنځوسیزي وکړې.
په پای کې پاکستان ټاکلی هدف د درو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۰م اور په لومړي توپ پوره کړ او په دې توګه د شل اوریز نړیوال جام پای لوبې ته ورسید.
سکون راډیو