'طالبانو د ځينو ولایتونو رسنیو کې د ښځو پر غږ او موسیقۍ خپرېدو بندیز لګولی'

Dec 13, 2021 - 17:33
 9
'طالبانو د ځينو ولایتونو رسنیو کې د ښځو پر غږ او موسیقۍ خپرېدو بندیز لګولی'

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې په رسنیو کې د موسیقۍ او تفریحي خپرونو او ښځو د غږدونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

دغه کمېټې پرون یکشنبه ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۲) پخپل اونیز راپور کې ویلي چې پر رسنیو دغه محدودیتونه تر ډيره په تخار، بلخ، جوزجان او غور ولایت کې وضعه سوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې طالب چارواکو په تخار کې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي چې د هغو سریالانو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د ښځو څیرې پکې ښکاري "دغه راز په راډیوګانو کې هم باید د ښځو غږونه وانه وریدل سي."

د یادې کمېټې د معلوماتو په اساس په بلخ او جوزجان ولایتو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارو له خبریالانو سره په غونډه کې دوی ته د تازه محدودیتونو یادونه کړې چې په خبره یې د حجاب پام کې نیول، د موسیقۍ نه خپرول او ځینې نور محدودیتونه شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې په غور ولایت کې هم د طالبانو لخوا په رسنیو کې د موسقۍ او بوختونکو خپرونو پر خپرېدو بندیز لګول سوی دی.

د بیان له مخې د رسنیو مسؤلینو ته ویل شوي چې د خپرونو په لړ کې هم باید هیڅ ډول موزیک یا موسیقي نه وي او له اسلامي زیکنالونو باید کار واخستل سي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د طالبانو په راتګ سره په بادغیس ولایت کې هم رسنیو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګول شوی او اوس مهال د دغه ولایت په رسنیو کې هیڅ ښځینه کار کوونکې نسته.

د یادې کمېټې په راپور کې د بادغیس ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس باز محمد سروري له قوله ویلي چې د ښځینه خبریالانو د کار د نه اجازې موضوع به هم له مسؤلینو سره په مرکز کې شریکه کړي او یوه حل لاره به ورته ومومي.

په غور کې ولایت کې د یوې راډیو بندېدل

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په غور ولایت کې د فیروزکوه په نوم راډیو خپلې خپرونې درولي چې له امله یې د راډیو ټول کارکونکي وزګار سوي دي.

راپور وايي چې د یادې راډیو بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بلل سوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په دې وروستیو کې ایینې تلویزیون بیرته په فعالیت پيل کړی او بلخوا په پکتیکا ولایت کې د «نجات» په نوم یوه راډیو فعاله سوې ده.

معلوماتو ته نه لاس رسی

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالب چارواکو لخوا د معلوماتو نه شریکول د جدي ستونزې په توګه یاد کړي او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

یادې کمېټې په ځينو ولایتونو کې د خپلو خبریالانو له قوله ویلي چې هغوی هغه غونډو ته بلل کیږي چې « د طالبانو د حکومت په ګټه» وي.

خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دې ترڅنګ ویلي چې په دې وروستیو کې په یوشمیر ولایتونو کې د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ترمینځ همغږۍ ښیې شوې دي او د ځینو ولایتونو د اطلاعات او فرهنګ ریسانو هغوی ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.