پولیسو هغه هندی سړی نیولی چې د بل مړی یې په خپل نامه نومولی و

Dec 13, 2021 - 14:27
 6
پولیسو هغه هندی سړی نیولی چې د بل مړی یې په خپل نامه نومولی و

هند کې پولیس وايي، د یوه سړي هغه هڅه یې ناکامه کړې، چې له زندانه یې د ځان ژغورنې لپاره د ځان په نامه د بل سړي مړی اور ته سپارلی.

د هند اترپردېش ایالت پولیسو په وینا ۳۶ کلن پردېش کومار یو سړی وژلی و او بیا یې د خپلې مېرمن په مرسته هڅه کوله چې د ده په نامه وژل شوی سړی وپېژندل سي.

خو پولیسو د امنیتي کمرو په تصویرونو کې لیدلي، چې پردېش کومار پر موټرسایکل د وژل شوي سړي مړی بار کړی و.

کومار له دې مخکې ۲۰۱۸ کال کې د خپلې ۱۳ کلنې لور وژنې په تور نیول شوی و، خو بیا د کوویډ - ۱۹ قرنطین په ترڅ کې په ضمانت خوشی سوی و.

د هند ځینې ایالتونو کې د کوویډ ناروغانو له ډېرېدو وروسته له زندانونو ګڼ شمېر مجرمان د ضمانت بدل کې خوشي سوي وو.

ویل کېږي، کومار داسې ګومان کاوه، چې چارواکي یې د ضمانت موده ختموي او بېرته زندان ته له ستنېدو یې د ځان ژغورنې لپاره دا دسیسه چمتو کړې وه.

پولیس ادعا کوي، کومار د نومبر پر ۱۹ د دومین رویداس نومي سړي د وژلو اعتراف کړی دی.

د رویداس په هکله ویل کېږي، چې د کومار د برابر ونې او وزن لرونکی بنايي مزدور و، چې د کور یوې برخې جوړولو لپاره مزد ورکړل سوی و.

پر دویمه ورځ د رویداس مړی له یوې تشې پرتې حویلۍ موندل سوی.

د نوموړي مړی په داسې حال کې له رسمیاتو پرته اور ته سپارل شوی و، چې په جېب کې یې د کومار پېژندپاڼه پرته وه.

د کومار مېرمن انوپاما هم وروسته ډیلي کې په خپل کور کې د دغه مړی د خپل مېړه کومار په نامه پېژندلی و.

ځايي پولیس وايي، کله چې دوی ته په دې هکله معلومات ورسېدل، د کومار پر کور یې چاپه ووهله، نوموړی یې ونیو او هغه د خپل جرم اعتراف وکړ.

پولیس وايي، د کومار مېرمن یې هم په جرم کې د ګډون په تور نیولې ده.