پوتین: د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته مې د اضافي عاید لپاره ټیکسي چلوله

Dec 13, 2021 - 14:23
 5
پوتین: د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته مې د اضافي عاید لپاره ټیکسي چلوله

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد ړنګېدو په هکله پښېماني څرګندولو په ترڅ کې ویلي، هاغه وخت یې د یو څه عاید موندلو لپاره ټیکسي چلوله.

د شوروي له ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر روسیان د اقتصادي ستونزو له کبله د عاید موندلو لپاره د نویو لارو چارو لټون ته اړ سوي وو.

ښاغلي پوتین د شوروي ړنګېدل د تاریخي روسیې ړنګېدو په مانا وبلل.

د نوموړي دا څرګندونې د اوکراین په هکله د هغه نیت په تړاو شکونه ډېرولای سي، چې د شوروي اتحاد یو جمهوریت و.

روسیې د اوکراین پر پوله ۹۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي او داسې وېره څرګندېږي چې روسیه پر اوکراین د یرغل پلان لري. روسیه دا ردوي، پر اوکراین د پاروونکو اقداماتو تورونه پورې کوي او د ختیځ پر لور د ناټو پرمختګ خلاف تضمین غواړي.

بل لور د ښاغلي پوتین تازه څرګندونې له یوه مستند فلم اخیستل شوې، چې د روسیې وروستی تاریخ نوم ورکړل سوی او پر یکشنبه خپور سوی دی.

نوموړی په دې هکله وايي:

''دا د شوروي اتحاد تر نامه لاندې د تاریخي روسیې یوه تجزیه وه. ''

ښاغلی پوتین زیاتوي په لوېدیځ کې داسې فکر کېده، چې د پاتې روسیې ټوټه کېدل هم د یو څه وخت خبره وه.

داسې باور عام دی، چې ولسمشر پوتین د شوروي اتحاد ړنګېدل یوه غمیزه بولي، خو هغه مهال د ده شخصي اقتصادي ستونزو په هکله څرګندونې نوې خبره ده.

ښاغلي پوتین زیاته کړه:

''ځینې وختونه به مې اضافي پیسو ګټلو ته اړتیا درلوده، یانې د موټر له لارې مې باید اضافي پیسې ګټلې وای، د شخصي ډرېور په توګه... که رښتیا ووایم، په دې هکله خبرې کول هم سړی خواشینی کوي، خو له بده مرغه کیسه همداسې وه. ''

هغه مهال په روسیه کې ټیکسي رواج کم و او ځینو کسانو به د اضافي عاید لپاره د سړک له سره ځینې کسان یو بل ځای ته رسول، ان ځینو به د امبولانسونو په څېر کاري موټر هم د ټیکسي په توګه کاروول.

د ښاغلي پوتین په هکله عام باور دی چې نوموړی د شوروي اتحاد څارګرې ادارې کي جي بي یو مامور و، خو وروسته یې په ۱۹۹۰ کلونو کې د سنټ پېټرزبرګ ښارول په دفتر کې دنده درلوده.

دی وايي، د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف پر ضد له یوې کودتا وروسته چې پایله کې یې شوروي اتحاد ړنګ سو، نوموړي له کي جي بي استعفا ورکړه.