د پيسو نړيوال صندوق به اوکراين ته د پور ورکولو پروګرام تصويب کړي؟

Feb 3, 2023 - 17:41
 2
د پيسو نړيوال صندوق به اوکراين ته د پور ورکولو پروګرام تصويب کړي؟

د کییف متحدان د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) غواړي چې اوکراین ته د پور ورکولو یو پروګرام تصویب کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دې اړه نن جمعه په یوه راپور کې ویلي، ټاکل سوې په دې باب د پیسو نړیوال صندوق استازي له اوکرایني چارواکو سره شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وګوري او دغه پروګرام تر پسرلي پورې نهايي سي.

د ورځپاڼې په راپور کې د ځینو چارواکو په حواله چې له دې موضوع خبر دي ویل سوي، د دې پور اندازه به د ۱۴ او ۱۶ ملیارد ډالرو ترمنځ وي.

اوکراین ویلي چې، روان میلادي کال د ۳۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د بودجې له کسر سره مخامخ دی.

سکون راډیو