راپورونه: کیف په څنډو کې د روسیې لوی پوځي کاروان درېدلی

Mar 1, 2022 - 19:13
 4
راپورونه: کیف په څنډو کې د روسیې لوی پوځي کاروان درېدلی

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه نن شپږمې ورځې ته غځېدلې، راپورونه وایي چې د روسیې پوځ د اوکراین د جنوبي ښار خیرسون په لمنو کې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي او د پلازمېنې کیف په څنډو کې هم لوی پوځي کاروان درېدلی.

د سټلایټ له خوا په اخیستل شوېو تصویرونو کې ښکاري چې د زغروالو وسایلو او توپونو دغه کاروان څه باندې ۶۵ کیلومتره اوږد دی او د پلازمېنې کیف تر څو کیلومترۍ پورې رسیدلی.

د اوکراین وسله وال ځواکونه داسې انګیري چې ښایي دا به د اوکراین د پلازمېنې کیف او د تر ټولو لوی ښار ماریپول د محاصره کولو او پرې د کنټرول راوستو لپاره یوه هڅه وي.

د جګړې په ډګر کې دغه نوي پرمختګونه وروسته له هغې کېږي چې د یوه اوربند لپاره په بېلاروس کې د اوکراین او روسیې د پلاوو ترمنځ خبرې پرون بې نتیجې پای ته ورسېدې خو دواړو لورو موافقه وکړه چې راتلونکو ورځو کې به بیا خبرې ترسره کړي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې مستقیماً له روسي ځواکونو وغوښتل چې امرونه دې له پامه وغورځوي او جګړه دې بنده کړي.

زلنسکي پرون پر کیف د روسي ځواکونو درې توغندویو بریدونو ته په اشارې وویل، کله چې یوه خوا بله خوا په توغندیو او توپونو ولي، کیف به چا ته امتیازات ورنه کړي.

دغه راز د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې د پلازمېنې کیف شااوخوا ښارګوټو کې د هوایي عملیاتو په مهال یې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه هلیکوپټره په ډزو رانسکورې کړي دي.