روسیه: واشنګټن ته د زېلېنسکي سفر ښيي چې اوکرایین او امریکا سوله نه غواړي

روسي چارواکو امریکا متحدو ایالتونو د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي پر سفر سختې نیوکې کړې او دا یې د روسیې پر ضد د امریکا غیر مستقیمه جګړه بللې.
بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکرایین سره د یوه پرمختللي هوايي دفاع سیسټم په ګډون د یو اعشاریه ۸۵ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د امریکا کانګرېس ته وینا کې ولسمشر زېلېنسکي د امریکايي مرستو د دې اعلان هرکلی کړی.
خو د امریکا لپاره د امریکا سفیر وايي، ''پاروونکي اقدامات به تاوتریخوالی ډېر کړی، چې سخت عواقب به ولري. ''
اناتولي انتونوف د روسیې دولتي رسنیو ته ویلي، مسکو په هره کچه د عادي احساس غوښتنه کوله، خو کیېف ته د پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم ورکولو ژمنې ''سخته ګډوډي '' رامنځته کړې.
د یادونې ده، چې پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم ګران بیه، ګټور او پرمختللی نظام دی. سپینه ماڼۍ وايي، دا نظام به د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو ''د روسیې له ظالمانه بریدونو د دفاع لړ کې مهم رول ولري. ''
مسکو وايي، واشنګټن ته د ښاغلي زېلېنسکي د سفر په ترڅ کې د سولې هېڅ غږ نه دی اورېدل شوی او د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف په خبره دا ښيي چې امریکا د روسیې پر ضد نیابتي جګړه کوي.
ښاغلي پیسکوف زیاته کړه: ''پاټریاټ سیسټم به د ځانګړو عملیاتو لړ کې د روسیې هدفونو ترلاسه کولو مخه و نه نیسي. '' د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروفا په دې هکله وايي: ''په واشنګټن کې خبرو ثابته کړه چې نه اوکرایین او نه هم امریکا سوله غواړي، بلکې په اسانو ټکیو باید وویل شي چې دوی د جګړې دوام نیت لري. ''
بل لور د اوکرایین ولسمشر د امریکا کانګرېس ته وینا کې وویل، هېواد یې ''ژوندی دی '' او مسکو ته به تسلیم نه سي. د امریکا یو اعشاریه پنځه اتیا میلیارده مرستې تر څنګ چې مخکې اعلان شوې، د ۴۵ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې یوه بله غوښتنه هم د امریکا سېنټ یا مشرانو جرګې پر وړاندې پرته ده.
ښاغلي زېلېنسکي د دې مرستې د منظورۍ هیلې څرګندولو تر څنګ ویلي، دا به ''زموږ د ارزښتونو او ازادۍ په دفاع کې مرسته وکړي. ''
خو داسې نښې نښانې سته، چې د امریکا ملاتړ به له سختې ارزونې سره یو ځای وي، ځکه د جمهوریتپالو ملاتړ کې کموالی ښکاري.
په نومبر کې یوه تر سره سوې سروې ښيي چې تر نیمايي یو څه زیات جمهوریتپال رایې ورکوونکي د هغو مرستو ملاتړ کوي چې اوکرایین ته ورکول کېږي، خو په تېره مارچ میاشت کې د دې ملاتړ کچه اتیا سلنې ته رسېده.
سکون راډیو