د اوکرایین خېرسون کې درنه جګړه روانه ده

Aug 31, 2022 - 13:58
 5
د اوکرایین خېرسون کې درنه جګړه روانه ده

د اوکرایین سویل کې له خېرسون سیمې، چې اوکراییني ځواکونو یې له روسیې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي، د سختو جګړو رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د خېرسون ګاونډ کې د میکولایف سیمې مشر ویتالي کېم وايي "سخته جګړه دوام لري - زموږ ځواکونه شپه او ورځ بوخت دي."

تر دې وړاندې کیېف ادعا کړې وه چې دې سیمه کې یې د روسي ځواکونو لومړۍ کرښه ماته کړې ده.

خو مسکو د اوکراییني ځواکونو برید ناکام بللی او ویلي دي‌ چې هغوی یې مات کړي دي.‌

د روسیې دفاع وزارت اوکراییني اړخ ته د درنې مرګژوبلې اوښتو ادعا هم کړې.

د اوکراییني ځواکونو لخوا خېرسون کې د پرمختګ او د روسیې لخوا د هغوی د ماتولو ادعا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.

خېرسون د اوکرایین لومړی ستر ښار و چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر دغه هېواد د روسیې له یرغل وروسته د روسي ځواکونو ته لاس ته کېوت.

د اوکرایین پوځي مشران له روسیې د دوی د نیول شویو سیمو ازادېدو لپاره د پیل کړو عملیاتو په اړه ډېر څه نه وايي او له خپلو خلکو د زغم غوښتنه کوي.

د اوکرایین عملیاتي قوماندانۍ د سې شنبې پر ورځ وویل چې عملیات یې دوام لري.

دې قوماندانۍ ویلي چې پر دنیپر سیند یې درې ستر پلونه د دې لپاره په نښه کړي، له کارېدو یې وغورځوي.

اوکرایین په دې وروستیو کې د امریکا لخوا د دقیق ګوزار توغندیو په ورکړل شویو 'هیمارس سیستمونو' د روسي پوځيانو لنډمهاله پلونه، د قوماندې مرکزونه او د وسلو ډیپوګان په نښه کوي.

دوی دا پلونه د دې لپاره لمنځه وړي چې د سیند سویلي کڅونو ته د روسي‌ ځواکونو لاسرسی‌ او هغې خوا د سرتېرو او وسلو د لېږد مخه ونیسي.

داښې ښکاري چې کیېف کې چارواکي‌ بېړه نه کوي او تمه یې دا ده چې په اوږدمهال کې به خپل هدف ته ورسېږي.

ګڼو پوځي متخصصانو هم چې له بي بي سي سره غږېدلي، د همداسې یوې تګلارې د امکان پخلی کړی.

د بریتانیا ایم ای شپږ استخباراتي خدماتو پخوانی مشر سر الېکس یانګر بي بي سي‌ ته ویلي "اوږدمهاله تګلاره دا ده چې د روسیې پوځي وړتیا کرار کرار کمزورې او د اوکرایین پوځي وړتیا د لوېدیځ په مرسته کرار کرار پیاوړې شي."

د شاهي متحدو خدماتو انسټیټوټ یو جګپوړی څېړونکی جسټن برونک هم ویلي دی پر دې باور دی چې اوکرایین به د هیمارس په کارولو سره بریدونو ته دوام ورکړي،‌ ځکه دغه وسله د روسیې د اکمالاتي لیکو پرې کولو کې بریالۍ ثابته شوې.

د هغه اټکل دا دی چې اوکرایین به د جګړې لیکه پراخه او په دې توګه اږدمهاله کې روسي یرغلګر ځواکونه د مرګژوبلې په ګاللو سره ستړي کړي.