اوکراین او روسیې خبرو ته چمتوالی ښودلی خو شرطونه یې بیل بیل دي

Feb 25, 2022 - 19:06
 5
اوکراین او روسیې خبرو ته چمتوالی ښودلی خو شرطونه یې بیل بیل دي

یوه ورځ وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په ګاونډي هیوا اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو اعلان وکړ او د روسیې ځواکونه اوکراین ته ننوتل، نن جمعه فبروري ۲۵ (کب۶) دواړو هیوادونو خبرو ته چمتوالی ښودلی خو د خبرو لپاره یې شرطونه بیل بیل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي مسکو پدې شرط د اوکراین سره خبرو ته چمتو دی چې ددې هیواد پوځ تسلیم شي او خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي.

ښاغلي لاوروف ویلي د روسیې ځواکونه ځکه اوکراین ته تللی چې دا هیواد د "استبداد" څخه خلاص کړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د روسیې دې جګپوړي دپلومات په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو پریکړه ځکه وکړه چې ‍"دا هیواد (اوکراین) غیرې نظامي او د نازي مفکوري څخه آزاد کړي تر څو د استبداد څخه آزاد شوي اوکراینیان وکړی شي خپله راتلونکې په آزاده توګه وټاکي".

د سرګې لاوروف د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې روسیه په اوکراین د یرغل له لارې غواړي اوسنۍ واکمني ختمه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې مسکو د کیف سره خبرو ته چمتو دی خو پدې شرط چې د اوکراین پوځ تسلیم شي.

هغه زیاته کړه، " هر کله چې د اوکراین وسله وال ځواکونه زمونږ غوښتنه ومني او وسلې په ځمکه کښیږدي، مونږ هره شیبه هر ډول خبرو اترو ته چمتو یو".

خو بلخوا بیا د اوکراین چارواکو تر اوسه د روسیې د تسلیمۍ د غوښتنې په هکله څه ندي ویلي خو خبرو ته یې چمتوالی ښودلی.

د اوکراین د جمهوري ریاست یو سلاکار میخایلو پودولیاک د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا هیواد سوله غواړي او د ناټو په هکله د بې طرفه حیثیت لرلو په ګډون هر ډول خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي پودولیاک همدرانګه ویلي چې خبرو ته چمتوالی یې د سولې لپاره د دوامدراه هڅو برخه ده.

هغه ویلي، "که د خبرو امکان وې، ودې شي. که په مسکو کې هغوي وایي چې د بې طرفه حیثیت په هکله خبرې غواړي، مونږ ترې ډار نلرو. مونږ پدې هکله هم خبرې کولی شو".

اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و اوس مهال نه د ناټو او نه هم د اروپایي اتحادیې غړی دی خو د دواړو غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د پخواني شوري اتحاد تر ماتیدو وروسته چې اوکراین خپلواکي تر لاسه کړله، دې هیواد د اروپایي هیوادونو څخه د امنیتي ضمانت په بدل کې د خپلو اتومي وسلو څخه هم لاس واخیست خو د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي) وویل چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید په وړاندې یوازې پاتې شوی دی.

ښاغلي زلینسکي د جمعې سهار وختي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:‌"موږ د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شوو."

نوموړي زیاته کړه:" څوک چمتو دي چې زموږ تر څنګ جګړه وکړي؟ زه څوک نه وینم. څوک چمتو دي چې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب تضمین ورکړي؟ ټول ویریږي."

په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا ندي ورکړل شوي خو د اوکراین جمهور رئیس وویل چې د جمعې تر ورځې د روسیې په بریدونو کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۳۱۷ ټپي شوي.

جمهور رئیس زلینسکي وژل شوي او ټپي شوي کسان "اتلان" وبلل.