په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

Dec 15, 2022 - 15:21
 5
په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
‏ځايي سرچینو رسنيو ته ويلي، افغان سرتېرو د شېرو اوبو په سیمه کې پوستې جوړولې، چې له هغه غاړې پرې ډزې سوې دي.
چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي خو ځايي سرچينې وايي، کوم ځای کې چې څو ورځې وړاندې جګړه شوې وه، هلته نښته شوې او د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.
سکون راډیو