هلمند کې د ملګرو ملتونو د کندهار څانګې او خبریالانو  ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سول.

Dec 15, 2022 - 15:15
 10
هلمند کې د ملګرو ملتونو د کندهار څانګې او خبریالانو  ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سول.

هلمند چي د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پروت لوی ولایت دي نن پنجشنه  د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ د کندهار څانګې سیاسی دفتر له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ د خبریالانو او رسنیو د مسولینو تر منځ د همږغې ناسته ترسره سول.

 دې ناسته کې هلمند کې د محلی رسنیو په مالی ستونزو،خبر رسونې،اطلاعاتو ته د لاسرسې او د ښه او معیاري رسنیزو خدمتونو په اړه هراړخیز بحث او خبری وسوی.

دې ناسته کې د هلمند ولایت د رسنیو مسولینو او خبریالانو خپلې ستونزي،غوښتنې او وړاندیزونه د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د ملګرو ملتونو د کندهار سیاسی څانګي له مسولینو سره شریک کړل او له هغوې څخه یې غوښتنه وکړل چی هلمند کې محلی رسنۍ،خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له سختو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی .

دوې غوښتنه وکړل چي د ملګرو ملتونو د کندهار څانګی مسولین دی د هلمندی خبریالانواو رسنیو مالي ملاتړ او لاسنیوی وکړی تر څو یې رسنیز فعالیتونه د مالي ستونزه له امله ونه دریږي او د خبریالانو ته دې د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه په لاره واچوي.

هلمند میشتو خبریالانو هلمند کي دطلاعاتو ته لاس رسۍ او مسولینو سره د ښه همږغي د رامنځته کیدو په اړه خوښي وښودل او زیاته یې کړل چي دا برخه باید لا ډيره پیاوړي سي.

غونډه کي د ولایت مقام مطبوعاتي مسول مولوی محمد قاسم ریاض د یادي ناستې څخه خوښې وښودل او رسنۍ یې د دولت او ملت ترمنځ د پوله حیثیت درلودونکي قوي په توګه یادي کړلې او زیاته یې کړل چي د رسنیو سره د هلمند مسولینو ښه همږغي رامنځّته سوي ده او دوی لا نور هم دې برخه کي هڅه کوي.

بل لور ته بیا د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس حافظ عبدالباری راشد وایې چي د ټولو رسنیو او خبریالانو سره ښه همږغي لری او پر وخت باندی ورسره د خبر رسوني برخه کې همکاري کوی نوموړي د یوناما له مسولینو څخه غوښتنه وکړل چي د هلمند د تاریخي ابداتو د رغوني په برخه کي هم خپلي هڅي ونه سپموي.

هلمند کي داسي مهال د یوناما کندهار څانګي مشر او ورسره مل پلاوي له هلمند میشتو خبریالانو او رسنیو مسولینو سره ناسته وکړل چي دې وروستیو کي هلمند کي د مسولینو او محلي خبریالانو ترمنځ همږغي زیاته سوي ده.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو