د هلمند مارجي ولسوالۍ ګڼ شمیر کورنۍ د کډوالي له ګواښ سره مخ دي.

Jan 3, 2024 - 18:47
 23
د هلمند مارجي ولسوالۍ ګڼ شمیر کورنۍ د کډوالي له ګواښ سره مخ دي.

دا د هلمند مارجه ولسوالۍ ده چي د مرکز لښکرګاه ښار په ۳۵ کیلومتري کي پرته ده.

دیادي ولسوالۍ اوسېدونکي وایې ، داقلیمي بدلون سختي څپي ځپلي او که چیري د اوبو پوره حق او بیړني مرستي ورسره ونه سي دوي اړ دي چې خپلي سیمي پریږدي .

دیادې ولسوالۍ اوسیدونکي وایی مارجه ولسوالۍ داسي سختي وچکالۍ ځپلي چې په خبره یې د تېرو ۵۰ کلونوباغونه او وني یې له منځه تللي دي .

دوی وایی که چیري حکومت ددې ولسوالۍ د اوبو حق او نورې بیړني مرستي ورسره ونه کړي خلک اړدي خپلي سیمي پريږدي .

د مارجې ولسوالۍ سیمه ایز مسولین هم د مارجې ولسوالۍ د خلکو د وچکالۍ ستونزي مني خو وایې خلکو دوي ته هم د اوبو د نشت په تړوا یو لړغوښتنه لیکونه سپارلي دي او هیله  سته چې  مرستي به ورسره وسي.

بلخوا بیا د هلمند د سیندیزي فرعي حوزي مسولین وایی ، موږ ټولو ولسوالیو ته د اوبو ټاکل سوي حق ورته رسولي دی .

نوموړي وایې ، لویه ستونزه د اوبو کمښت دي که چیري اورښتونه وسي د خلکو یاده ستونزه به پای ومومي .

دیادونې وړده دا یوازي مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې دوچکالۍ له کبله  کډه کولو ته اړسوي بلکي د روانې وچکالۍ له امله د هلمند د ځایي مسوولین په وینا د دغه ولایت د شمالي ولسوالیو څخه۲زره  کورنۍ کډه سوي چې ځیني مرکز لښکرګاه ښار او ځیني نورو ولایتونو ته تللي دي  

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو