د ملګرو ملتونو د نقدو پیسو پنځمه کڅوړ؛ ۳۲ ملیونه ډالر افغانستان ته ورسېدې

Jan 24, 2022 - 14:25
Jan 24, 2022 - 14:27
 5
د ملګرو ملتونو د نقدو پیسو پنځمه کڅوړ؛ ۳۲ ملیونه ډالر افغانستان ته ورسېدې

د بشری مرستو په دوام، ۳۲ میلیونه ډالر نقدی پیسې افغانستان ته انتقال سوې.

د افغانستان بانک له لوري په دې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون دوشنبه ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک «AIB» ته وسپارل سوې.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لامل کېږي.

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا د نقدو پیسو د مرستی پنځمه کڅوړه ده چې د عقرب میاشتی له وروستۍ اوونۍ راپدېخوا هره اوونۍ افغانستان ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږی.

که څه هم ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره به له دې وروسته او د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتۍ، هره اوونۍ نږدې ۲۰ ملیونه امریکایی ډالر افغانستان ته انتقالوي خو په تېرو دوو اوونیو کې دغه پیسې افغانستان ته نه وې سپارل سوې چې اوس دا دی ویل سوي ۳۲ ملیونه ډالر یوځای وسپارل سوې.