فرانسې ۳۳۰ بهرني او افغان اتباع له کابله وویستل

Dec 4, 2021 - 10:48
 3
فرانسې ۳۳۰ بهرني او افغان اتباع له کابله وویستل

فرانسوي چارواکو اعلان کړی، چې  د فرانسوي، افغان او نورو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې ۳۳۰ تنه له کابله په یوه ځانګړي پرواز کې ویستي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې دغه کسان یې له کابل هوایي ډګر څخه د قطر هېواد په همکارۍ ویستي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې به ویستل شویو کسانو کې 258 تنه افغانان، 11 فرانسویان او شاوخوا 60 تنه هالینډیان او د نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

ویل شوي، چې د سپتمبر له لسمې وروسته، فرانسې شاوخوا څلور سوه افغانان او څه باندې سل فرانسویان له کابل څخه بهر ویستي دي.

فرانسې دا هم ویلي، چې له قطر سره په ګډه یې د دسمبر په دویمه افغانستان ته د روغتیایي مرستو یو ماموریت ترسره کړی.

دغه هېواد په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو مرستو په ډېرو الوتنو کې له افغانستان څخه بیرته افغان او بهرني اتباع انتقالیږي.

طالبانو د دغو الوتنو په اړه څه نه دي ویلي.

د ځینو راپورونو مطابق، دا بهیر تر ډېره د قطر هېواد په منځګړتوب همغږی کیږي.