بهرنیو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو شمیر زیات سوی.

Dec 4, 2021 - 13:05
 13
بهرنیو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو شمیر زیات سوی.

په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېر کې د تېرو پنځو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د اروپا د پناه غوښتونکو د ملاتړ اداره چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادو، ناروې او سویس کې د کډوالو ارقام ثبتوي، پرون د لیندۍ په ۱۲مه نېټه وویل چې تردې دمه ۷۱۲۰۰ کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې.

د دې ادارې په وینا له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا تر ټولو لوړ رقم دی او په داسې حال کې ده چې یوازې په یوه وروستۍ میاشت کې اروپا ته د رسېدونکو افغانانو په شمېر کې په سلو کې ۷۲ زیاتوالی راغلی.

د اروپايي ټولنې د ارقامو له مخې په اګسټ کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر لس زرو ته رسېده په داسې حال کې چې دا رقم په سېپټمبر کې ۱۷۳۰۰ ته لوړ شو.