زلنسکي: اوکراييني پوځيانو له روسي ځواکونو سلګونه سيمې بېرته نيولي

Sep 14, 2022 - 16:50
 4
زلنسکي: اوکراييني پوځيانو له روسي ځواکونو سلګونه سيمې بېرته نيولي

د اوکرايین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د اوکرايین پوځ د هېواد په شمال ختیځ کې له سلګونو ښارونو او ښارګوټو روسي ځواکونه ایستلي او د ازادو شویو سیمو د ثبات چارې روانې دي.

زلنسکي تېره شپه ملت ته په وینا کې وویل چې، اوکرايین له روسي ځواکونو څخه د بېرته نیول شوې پر څه باندې ۴ زره کیلومتره مربعه سیمې کنټرول ټینګ کړی دی او په‌کې د ثبات د ټینګښت هڅې روانې دي.

اوکرايیني ځواکونو په خارکییف سیمه کې د سپټمبر له ۶ راهیسې د روسي ځواکونو په وړاندې د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې د ګڼ مېشتو څه باندې درې سوه سیمو د نیولو ادعا کړې ده.

روسیې ویلي چې، له اوکرايین سره د جبهې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې یې بریدونه دوام لري او اوکرايیني ځواکونه یې تورن کړي چې، په بېرته نیول شویو سیمو کې له ولسي وګړو سره ناسم چلند کوي.