واشنګټن تائید کړه چې سعودي عربستان یې یو تبعه په بند محکوم کړی.

Oct 19, 2022 - 16:11
 26
واشنګټن تائید کړه چې سعودي عربستان یې یو تبعه په بند محکوم کړی.

متحدو ایالتونو وویل چې له ریاض سره یې په هغه هیواد کې د یو امریکایي تبعه د بندي کیدو په اړه خبري‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي الاصله امریکایي تبعې سعد ابراهیم المادي توقیف تائید کړ او ویې ویل چې هیواد یې پر دې قضیې چې د تیر کال ډسمبر میاشت کې پیل سوې، کار پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ونډانټ پاټیل خبریالانو ته وویل:" موږ د سعودي عربستان د حکومت لوړپوړو چارواکو سره ددې قضیې په اړه په دوامدار او جدي ډول خپلې اندیښنې څرګندې کړي دی، هم په ریاض او هم په واشنګټن کې د چینلونو له لارې." نوموړي زیاته کړه چې د بیان آزادي‌ باید هیڅ وخت جرم ونه ګڼل سي.

دغې ورځپاڼې د هغه د زوی په قول ویلي چې ۷۲ کلن المادي د اکتوبر په دریمه نیټه په ۱۶ کاله بند محکوم شوی او له هغه وروسته ۱۶ کاله د سفر بندیز پرې لګیدلی دی.

پر سعودي عربستان له دیره وخته راهیسې د بشري نقض انتقادات موجود دي. د بشري حقونو فعال رایف بدوي د خپل ویبپاڼې د محتویاتو له امله ۱۰ کاله په زندان کې تیر کړل او په عام محضر کې په ۵۰ درو ووهل سو.