برازیل ته رسېدلي افغان کډوال په هوايي ډګر کې دېره سوي!

Oct 19, 2022 - 13:20
Oct 19, 2022 - 13:55
 7
برازیل ته رسېدلي افغان کډوال په هوايي ډګر کې دېره سوي!

له ۱۰۰ څخه زیات افغانان چې په تېرو څو ورځو کې برازیل ته تللي، ددغه هېواد د ساو پاولو نړیوال هوايي ډګر په ترمینل کې دېره سوي او له حکومت څخه د اوسېدو دپاره د ځای او کار روزګار موندلو په برخه کې د مرستې په تمه دي.

دغه افغان کډوال په افغانستان کې د ا.ا د بیا واکمنېدو راهیسې له وطنه راوتلي دي.

برازیل د تېر کال راهیسې افغان کډوالو ته شاوخوا ۶۰۰۰ بشري ویزې منظورې کړې دي. خو د ساو پاولو د ګارولوس هوايي ډګر چارواکې وايي چې دوی فکر نه کاوه چې روانه میاشت به هره ورځ په لسګونو افغانان دلته راشي.

ښايي چې دغلته د افغان کډوالو شمیر په راتلونکو اونیو کې نور هم زیات سي.

دلته هره ورځ په اوسط ډول د منځني ختیځ او جنوبي اسیا نه څلور طیارې رارسیږي.

په قط‏ر کې د نومبر په میاشت کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کیږي ځکه الوتنې زیاتې سویدي.

د برازيل چارواکي وايي، سږ کال تر اوسه شاوخوا دوه زره افغانان د بشري مرستو د ويزو په اساس دغه هېواد ته داخل شوي دي. چارواکي وايي، ددغو کډوالو شمېر مخ په لوړه روان دی او دوی ته د سرپناه او بنسټیزو خدماتو برابرولو چاره ناڅرګنده ده.