په سنګین ولسوالۍ کي د زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه ماشومان ژوبل سوي دي.
 
                                تیره ورځ مازدیګر د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په استېشن کلي کي د یوې زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه ماشومان ژوبل سوي.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخي مرمۍ هغه وخت چاودنه وکړل چي ماشومانو ورباندي لوبي کولې.
یاده پېښه کي د عبدالله او عارف الله په نوم دوه ماشومان ژوبل سوي، چي د درملني په موخه د لښکرګاه ښار روغتون ته انتقال سوي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                                                                                                                             
                                                                                                                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                            