زلنسکي ملګرو ملتونو ته: پر روسيې 'د عدالت پر بنا سزاوې' وضع کړئ

Sep 22, 2022 - 18:03
 5
زلنسکي ملګرو ملتونو ته: پر روسيې 'د عدالت پر بنا سزاوې' وضع کړئ

د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ملګرو ملتونو له ځانګړې محکمې وغوښتل چې پر روسیې " د عدالت پر بنا سزاوې" وضع کړي.

زلنسکي دغه غوښتنه پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ویډیویي وینا پر مهال وکړه.

تر زلنسکي څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو دغې غونډې ته وویل، مسکو " په بې شرمانه ډول اصلي اصول نقض کړي دي."

پر روسیې نیوکې وروسته تر هغه توندې شوې چې له خپلې خاورې سره د اوکرايین د څلورو سیمو د یو ځای کېدو په اړه یې د ټولپوښتنې پلان اعلان کړ.

دا پلان په پراخه کچه وغندل شو او لویدیځو چارواکو وویل، په رسمیت به یې ونه پېژني.