په ارزګان کې فوټسال سیالۍ اتلولي د میوند لوبډلې وګټله

Apr 24, 2022 - 23:21
 17
په ارزګان کې فوټسال سیالۍ اتلولي د میوند لوبډلې وګټله

په ارزګان کې د رمضان جام فوټسال سیالۍ اتلولي د میوند فوټسال لوبډلې وګټله.

د افغانستان فوټبال فدارسیون په خپل فیسبوک‌پاڼه لیکلي، یادې سیالۍ چې د روژې میاشتې په دویمه پیل شوې وې تېره ورځ ناوخته د میوند فوټسال لوبډلې الفت لوبډلې ته ۰-۲ ماتې ورکړې او بریا یې خپله کړه.

د دې فدارسیون په خبره، په دې سیالیو کې ۱۳ لوبډلو د ارزګان له بېلابېلو ولسوالیو څخه ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې نجیب الله وصال غوره لوبغاړی او محمد نبي غوره ګول وهونکی ونومول شول.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.