په هلمند ولایت کي د لویدیځ لښکري بازار عالي لیسي څخه سلګونه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ سول.

Jul 16, 2023 - 21:20
 22
په هلمند ولایت کي د لویدیځ لښکري بازار عالي لیسي څخه سلګونه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ سول.

نن یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سرطان ۲۵ نیټه لښکرګاه ښار لویدیځ لښګري بازار عالي لیسي څخه شاوخوا ۳۰۰ تنه زده کوونکو له دولسو کالو زده کړو وروسته فارغ او بري لیکونه پري وویشل سول.

دې مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ،ښوونکو،زده کوونکو او ګڼ شمیر ځوانانو برخه لرل.

د لویدیځ لښکري بازارعالي لیسي مدیر سکون راډيو ته وویل چي په څوارلسمه دوره فراغت غونډه کي یې ۳۰۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ او بري لیکونه یې پري وویشل د نوموړي په خبره چي سږني ښوونیز کال یې په بریالیتوب سره بشپړ کړ او راتلوونکي تعلیمي کال لپاره یې هم پوره چمتوالۍ نیولی دی.

فراغت غونډه کي د پوهني ریاست مسولینو هم د علم او زده کړي پر ارزښت خبري وکړلي او له کورنیو او والدینو څخه یې غوښتنه وکړل چي خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي  او وخت په وخت یې څارنه وکړي او لویدیځ لښګري بازار عالي لیسي له رهبري یې مننه وکړل چي زده کوونکو ته  یې د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي ده .

په ورته مهال بیا غونډه کي دیني عالمان هم د علم او زده کړو پر ارزښت خبري وکړلي او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو خپلو زده کړو ته لا ډیر دوام ورکړي.

له دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي خوښ دي چي له یو اوږد ځنډ وروسته خپل دولس کلن مزل پای رسوي دوي وایی په همدي زده کړو بسنه نکوو او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوو ترڅو د ټولني او خلک لپاره د خدمت جوګه وګرځو

هلمند مرکز لښکرکاه ښار کي داسي مهال سلګونه زده کوونکي له دولسم ټولګي د فراغت سندونه ترلاسه کوي چي ډیري زده کوونکي یې په کانکور ازموینه کي تر ګډون وروسته ناکام کیږي او یا هم د خپلو خوښیو پوهنځو ته لار نسي يیدا کولای.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو