دافغانستان صادراتو اووارداتو کي دپام وړ زیاتوالی راغلی

Jul 18, 2023 - 13:09
 7
دافغانستان صادراتو اووارداتو کي دپام وړ زیاتوالی  راغلی
تېره میاشت افغانستان له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېر صادرات او له ۸۱۰ میلیون ډالرو ډېر واردات کړي دي.
د احصاییې او اطلاعاتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته سوي دي.
د وارداتو زیاته برخه له چین، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او هند څخه وو.
افغانستان خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وريجې، مصالحې او همدارنګه ماشینري او سون توکي له بهر څخه واردوي.
د افغانستان ستر صادرات سکاره، تازه او وچه مېوه، غالۍ او قیمتي ډبرې دي.