د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: د ا.ا ځیني کارمندانو په وسلو او درو ووهلو!

Oct 30, 2022 - 18:38
 4
د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: د ا.ا ځیني کارمندانو په وسلو او درو ووهلو!

په بدخشان ولایت کې هغه معترضې ښځینه محصلانې چې پوهنتون ته د ننوتلو مخه یې نیول شوې ادعا کوي چې د ا.ا له خوا ډبول سوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو چې د بدخشان ولایت د پوهنتون ښځینه محصلانو ازادي راډيو ته استولې، په کې لیدل کېږي چې د ا.ا کارمندان دغه محصلانې د درو په وهلو سره د پوهنتون له دروازې لرې کوي.

اعتراض کوونکې محصلانې وايي، کیسه داسې وه چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې کسانو او د پوهنتون ساتونکي چې د طالبانو لخوا ټاکل سوي، نن سهار یې محصلانې پرېنښودلې چې پوهنتون ته ننوځي.

دغه محصلان ادعا کوي وايي، یوازینی دلیل چې طالب ځواکونو دوی پوهنتون نه دي پرېښي دا و چې چادرۍ یې نه درلودې.

د دوی له ډلې دوو هغو چې نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل سي ازادي راډیو سره خبرې وکړې.

یوې محصلې وویل: "نن موږ ته اجازه رانه کړل شوه چې پوهنتون ته ننوځو. د امر بالمعروف محتسبین وو او ورسره د پوهنتون ساتونکي، دلیل یې هم دا وړاندې کاوه چې ولې مو چادري ګانې نه دي اغوستي. کله چې موږ مقاومت وکړ دوی په مونږ لاس پورته کړ. موږ یې په وسلو ووهلو، په درو یې ووهلو چې یو شمېر نجونو ټپیانې هم شوې، ضعف یې وکړ او ولوېدې."

دغه راز یوې بلې محصلې وویل: "موږ لاس وانخیست سره له دې چې وډبول سو او په مونږ باندې فشارونه هم زیات و، خو پوهنتون ته ننوتلو او خپلو درسونو ته لاړو."

هغه ویډیوګانې چې ازادي راډيو ته استول شوي، په کې لیدل کېږي چې ښځینه محصلانو اوږده حجابونه اغوستي او ورسره یې ماسکونه هم تړلي دي.

خو هغه غږیز پیغام چې د ا.ا د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډيو ته استولی په هغې کې د بدخشان ولایت د امربالعروف ادارې رییس شیر محمد وايي چې دا کار دوی نه بلکې د بدخشان پوهنتون د ارشاد کمېټې کړی دی.

هغه ویلي: "د بدخشان د پوهنتون دروازه چې تړل شوې او نجونو لاریون کړی د همدغه پوهنتون د کمېټې کار دی،. مونږ له دغه لاریون وروسته خبر شو او خپل دوه کسه محتسبین مو د توصیې او پوهولو لپاره هلته ولېږل او همداراز د محتسبینو امر مو هلته ولېږه څو دوی ته نصیحت وکړي چې له لاریونونو او تاوتریخوالي لاس واخلي څو هغه ستونزه چې د پوهنتون لخوا او یا هم د کوم کس لخوا پیدا سوې حل کړي."

له دې وړاندې په کابل کې هم یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو ادعا کړې وه چې طالبانو وهلي او ډبولي دي او دوی سره د تاوتریخوالي ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو خپرې سوې وې.

خو د ا.ا حکومت ویاندویانو بیا تل د اعتراض کوونکو نجونو او ښځو د وهلو او ډبولو ادعا ګانې رد کړي.

د یادونې ده، چې مخکې له دې ا.ا په کابل پوهنتون کې نجونو محصلانو ته د رنګه ټیکریو له امله پوهنتون د تک ننوتلو اجازه نه وه ورکړې.

ا.ا تر اوسه د نجونو او ښځو د حجاب په اړه کوم څرګند تعریف نه دی وړاندې کړی.

په افغان نجونو او ښځو د حجاب اجباري کول، له شرعي محرم پرته پرې د لرې واټن سفر او له شپږم ټولکي پورته د زده کړو بندیز او دغه شان په ډېری دولتي ادارو کې له کار نه د ښځو راګرځول هغه محدویتونه دي چې په تېر یو کال کې ا.ا په افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي.

دا محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخونو غبرګونونو سره مخ سوي دي.