يونېسف: په افغانستان کې سلګونه زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی

Jul 18, 2023 - 10:23
 9
يونېسف: په افغانستان کې سلګونه زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی
یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵۰ زرو زیاتو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپل ټویټ کې زیاتوي چې څاه ګانې یې کېندلي او ترمیم کړي او د اوبو رسولو داسې تاسیسات یې جوړ کړي چې د لمر په انرژۍ چلېږي.
یونېسف وايي چې د خلکو د کورونو مخې ته یې د اوبو نلونه مستقیماً رسولي دي.
مګر بیا هم، د څښاک د اوبو کمښت ډېر د پام وړ دی، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې.
د کابل اوسېدونکې یاسمین ازادي راډيو ته وویل چې خلک د څښاک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.
نوموړې وايي: "زموږ نلونه له څلورو ورځو راهیسې اوبه نه لري، حکومت باید دې برخې ته پام وکړي، دا د حل لار نه ده چې د کوڅې په یوه نل کې اوبه راځي او ټول خلک د اوبو ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو له سطلونو او بوشکو سره انتظار باسي."
بل خوا اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې په افغانستان کې وچکالي زیاته سوې او د ژوند د امکاناتو د نشتوالي له امله بې‌وزلي او لوږه ډېره سوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم تېره میاشت په خپل راپور کې ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ په پایله کې په افغانستان کې د غلې دانې حاصلات ډېر کم سوي دي.
د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه راټیټه سوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته سوې دي.