هلمند کې یو صنعتي ښار ګوټي ۶۰ سلنه کارونه بشپړه سوي .

Feb 26, 2022 - 12:20
 28
هلمند کې یو صنعتي ښار ګوټي ۶۰ سلنه کارونه بشپړه سوي .
هلمند کې یو صنعتي ښار ګوټي ۶۰ سلنه کارونه بشپړه سوي .

دهلمند مرکز لښکرګاه ښار سرکار په سېمه کې په ۱۰۸۰ جریبه ځمکه باندي د یو ملي سوداګر جاجي محمد عیسی عمري لخوا یو صنعتي ښار ګوتي د جوړیدو ۶۰ فیصده کارونه بشپړه شوي . ملي سوداګر حاجي محمد عیسي عمري وايې، هغه صنعتي ښار ګوټي کې به په راروان لمریز کال کې د بېلا بیلو فاریکو کارونه پیل شې . نوموړی وایې ، اوس مهال دخلکو لخوا ۷۰ فابریکي چمتوي شوي تر څو هلته ځای پرځای کړي .

(( تر ۶۰ فیصده کارونه بشپړه شوي اوس تر ۷۰ پوري فاریکي دي ته اماده دي چې خلک به یې پکي فعاله یې کړي ، زه هم اوس ۵ فاریکي فعاله کوم خو پلان مې دادی چې ۱۲ فاریکي نوري هم پکې جوړي کړم )) نوموړی د دي ترڅنګ داهم وویل ، د نورو صنعت کارانو ترڅنګ ما خپله هم د څلور لوي فاریکو خریداري کړي ده او راروانه اونۍ کې به زما د یو سفر په ترڅ کې هغه ماشینري هم رانتقال شې . (( په نور هیوادنو کې مېشت ملي سوداګر مې هم دې ته هڅولي دې ، هغه هم د لته پانګه اچونه کوي ، او دهغوي لخوا به هم ګڼي فاریکي پکې جوړ شې )) عمري زیاته وې چې یاد ښار ګوټي باندي په میلیونو ډالره لګښت راغلی او یاد ښار ګوتی د۸۰۰ بېلابېلو فاریکو د فعالیت ظرفیت لري . په عین وخت کې بیا هغه کسان هلته په کار بوخت کې هغه هم د ملي سوداګر له کارونو څخه خوښ دي هغوي وایې د غازي محمد ایو ب خان د مېني په ګډون ټول کارونه په نړیوال معیار تر سره کیږې او خپل حاجي محمد عیسي عمري د یادو کارونو څخه نظارت ، څارنه کوي دوي له نورو ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه د لته پانګه ونه وکړي ترڅو ټول خلک پرکار شې .

(( لس کاله کیږي چې د دغه ملي سوداګر سره کار کوم او د دي لاري خپل کورنۍ لپاره حلا له نفقه په لاس راوړو غو ښتنه موداده نور سوداګر هم باید داسي بنیادي کارونه ترسره کړي او هغه ځوانان چې نور هیوادنو ته د کار لپاره ځي دهغه خپل په هیواد کې کار وکړي )) بلخوا دهلمند پوهنتون دوه ښوونکي عبدالوي عمري شاولي زیارمل هم د ملي سوداګر حاجي محمد عیسي عمري هڅي وستایلي او زیاته کړه ملي سو داګر له تېر څو کلنو په جریان کې په دغه په زرګونو خلکو ته یې د کار زمینې دبرابرولو ترڅنګ ګڼ شمېر بنیادي کارونه تر سره کړي دې . دوي هم د نورو صنعت کارانو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې هغوي هم د دې ورته کارونه تر سره کړي ترڅو یاد ولایت خلکو داقتصادي پلوه پرځان بسیاشي .

(( د لته هلمند کې یوازي حاجي محمد عیسي عمري پانګونه کوي ، او هغه سوداګر چې نورو هیوادنو پانګه اچونه کوي هغوي څخه مو غوښتنه داده چې هغه باید خپل په هیواد کې پانګه ونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي )) دیادوني وړده حاجي محمد عیسي عمري په هلمند کې هغه ملي سوداګر دی تریوي لسیزي زیات کلنو کیږې دغه ولایت کې په لسګونه تجارتي مارکیټونه ، د کروندګرو لپاره پیر پلورلوي ځایونه جوړ کړي ، اوس مهال په ښارکې د دوه تجارتي مارکیټونو په ګډون دغازي محمد ایوخان مينه ، او یو صنعتي ښار ګوټي درغولو چاري لا دوام لرې اودحاجي محمد عیسي عمري له معلوماتو له مخي په نژدي وخت به بشپړه شې .