په کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه او ۹ ژوبل شوي

May 31, 2023 - 23:28
 4
په کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه او ۹ ژوبل شوي
په کاپیسا ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان سوي دي.
د طالبانو په کنټرول کې د کاپیسا د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالفتاع فایز ویلي، دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته سوه چې د اله سای ولسوالۍ په چای خېلو کلي کې یو مسافر وړونکی موټر چپه سو.
د فایز په خبره یو ماشوم هم په وژل سویو کې شامل دی.
هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک تنګوالی د دغې پېښې لامل بولي.