د ا ا ا د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی ایران ته سفر کوي

Jun 15, 2022 - 18:22
 17
د ا ا ا  د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی ایران ته سفر کوي

ویل کېږي چې دغه پلاوی چې مشرۍ يې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور فاروق اعظم کوي له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو پر سر د ۱۳۵۱ لمریز کال د قرارداد په اړه بحثونه وکړي.

ښاغلي اعظم تېره ورځ ناوخته ازادي راډيو ته په یو استولي پېغام کې ویلي د دغه هوکړې له مخې د هلمند سیند اوبه د ایران تهران ته رسېږي.

ایران څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې دا ا ا غوښتي وو چې په دغه هوکړه کې دې د ایران حق ابه مراعت کړي، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه وو ویلي.

موده وړاندې ایراني چارواکو په افغانستان کې د کمال خان بند له جوړولو وروسته غبرګون ښودلی وو او ویلي و چې د دغه بند په جوړېدو په ایران کې وچکالي زیاته شوې ده او دوی به په دې اړه بې تفاوته پاتې نه‌شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر مسلې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې هوکړه لاسلیک شوې وه.

د دغې هوکړې پر بنسټ افغانستان باید په کلني ډول ایران ته د ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورکړي خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ایران ته له دې اندازې زیاتې اوبه ورپرېږدي.