افغاني سرې میاشتي په مارجې ولسوالۍ کي د ۲۵۰ بې وزلو کورینو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه

Jan 29, 2022 - 14:09
 16
افغاني سرې میاشتي په مارجې ولسوالۍ کي د ۲۵۰ بې وزلو کورینو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه
افغاني سرې میاشتي په مارجې ولسوالۍ کي د ۲۵۰ بې وزلو کورینو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه

دغه مرسته د افغاني سرې میاشتې ریاست له خوا د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ لپاره د فدرېشن د ادارې له خوا سوې. د افغاني سرې میاشتي له لوري مارجې ولسوالۍ کي د ۵۰۰ بې وزلو کورنیو لپاره مرسته ځانګړې سوې ،چي له جملې یې تېره ورځ ۲۵۰ هغه کورنیو ته چي زیاتي بې وزله، بې سرپرسته او دغه راز و چکالۍ اوجنګ ځپلي وې مرسته ووېشل سوه.

دهلمند ولایت دسرې میاشتې رئیس مولوي فضل محمد فضلي باختر آژانس ته وویل؛د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو فدارسیون یا IFRC د سرې میاشتي سره په همکارې په هلمند کي د ۳۰۰۰ جګړه ځپلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي اوژمنیو توکو تر څنګ د حفظ الصحي توکو مرسته کوي، چي له جملې یې ۱۵۰۰ کورنیو ته په مرکز او د پاته ۱۵۰۰ کورنیو سره په مارجه ،خانشین او دېشو ولسوالیو کي د یادو توکو په څېرمرسته کوي .

نوموړی وایي، په یاده مرسته کي هري کورنۍ ته اته قلمه خوراکي توکې ورکول کېږي ،چي پکي یو ژمنی کیټ او یو نظافتي کیټ موجود دی او په خوراکي توکو کي۵۰ کیلو اوړه ، ۲۴.۵ کیلوورجې، ۱۰ لیتره غوړي ، بوره،لوبیا، چاي، بیسکوټ،کوټونه، بوټونه ، د کالو مینځلو صابون، آټولونه او نور ژمني او حفظ الصحي اړین توکي شامل دي.

هغه د منني ترڅنګ زیاته کړه، چي په هیواد بیا په ځانګړي توګه هلمند کي زیات هیوادوال بې وزله او غریب دي چي په وینا یې اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري. غوښتنه یې وکړه،چي ټول مرستندویه ادارې دي د روان اقتصادي ناورین د مخنیوي په برخه کي د جګړه ځپلو، بې ځایه سویو او بې وزله کسانو سره مرستي وکړي.

دا په داسي حال کي ده ،چي درې اونۍ وړاندي هم د افغاني سرې میاشتي له خوار په باباجي ولسوالۍ کی د ۱۲۰سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیري خوراکي توکو مرسته وکړه.