د افغان خبریالانو په اړه له ا ا ا د رینا امیري غوښتنه

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي طالبان دې هغسې چې بهرنیو ژورنالېستانو سره ښه چلېږي افغان خبریالانو سره هم مخکې لاړ سي.
هغې زیاته کړې چې افغان خبریالانو پر وړاندې د طالبانو دا چلند به وښيي چې هغوی افغانانو ته له حساب ورکونې نه ډاریږي.
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان ازادې رسنۍ د تېرو شلو کلونو یوه ښه لاسته راوړنه بللې ده او ټینګار یې کړی چې هغوی باید له کومې ویرې پرته ازادانه فعالیت وکړي.
رینا امیري دا ټويټ د هغو غبرګونو په دوام کړی چې د طالبانو له خوا تېره اوونۍ د یوه ډله افغان خبریالانو د غونډې مخه ونیول سوه.