دفاع وزیر: له خپلې خاورې او خلکو د دفاع پوره وړتیا لرو

Jan 29, 2022 - 15:29
 4
دفاع وزیر: له خپلې خاورې او خلکو د دفاع پوره وړتیا لرو

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز فصېح‌الدین فطرت پرون دشمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللي.

د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري.

یعقوب ویلي افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري کوونکي ته د امنیت او سولې د تخریب اجازه نه ورکوي او له خپل هېواده ساتنه کوي.

نوموړي دغه راز ویلي، اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان تر یوه چتر لاندې په ګډه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.