ملګري ملتونه: په افغانستان کې مرستندویه چارې د بودیجې له لږوالي سره مخامخ دي

Aug 5, 2023 - 13:20
 6
ملګري ملتونه: په افغانستان کې مرستندویه چارې د بودیجې له لږوالي سره مخامخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په افغانستان کې يې د مرستې عملیات د بودیجې له لږوالي سره مخ دي.

دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې هماغه راز جدي دي او د اړتیا وړ بودیجې لپاره يې ایله څلورمه برخه بودیجه په واک کې ورکړل سوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په داسې حال کې چې کال تر نیمايي اوړي په افغانستان کې يې د څه باندې ۲۱ مېلیونه مرستو ته اړمنو کسانو لپاره د غوښتې ۳.۲ مېلیارده ډالرو غوښتنې یوازې ۲۵ سلنه (یا ۷۴۴ مېلیونه ډالره) بسپنې تر لاسه کړې.

دغه بنسټ ویلي چې د ۱.۳ میلیارده ډالرو دغه کمی یې د دې لامل سوی چې ځینې پروګرامونه يې وار له مخه ودرېږي او ځینې نورې چارې يې پام وړ ډول ټکنۍ او کمې کړې دي. دغه بنسټ دا هم ویلي چې د بودجې کموالی يې په افغانستان کې د ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او له ۱۳ مېلیونه وګړو یوازې پنځو مېلیونو ته د خوړو د مرستو د کمېدو لامل سوی.