بريتانیا کې د کډوالو ستونزې؛ یوه ځایي ښاروالي د افغان کورنيو لپاره نوي لنډمهالي کورونه جوړوي

Aug 5, 2023 - 10:49
 5
بريتانیا کې د کډوالو ستونزې؛ یوه ځایي ښاروالي د افغان کورنيو لپاره نوي لنډمهالي کورونه جوړوي

د بريتانیا د لېنکلن شایر سيمې اړوند ښاروالي دغه نوښت داسې مهال کوي چې بريتانیا ته راوستل سوي افغانان په هوټلونو کې له دوه کاله ژوند تېرولو وروسته د بې کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.

له وړاندې ډېرو ښارونو او ښاروالیو د افغان کډوالو له منلو انکار کړی، او وایي د هغوی لپاره کورونه نه لري.

خو د بوسټن ښاروالۍ یوې کونسلرې یا د محلي شورا مشرې ویلي:" دا زموږ اخلاقي دنده چې مرسته وکړو."

دغه ښاروالي په پلان کې لري چې د افغان کډوالو لپاره د کورنیو چارو وزارت لخوا ځانګړې سویو پیسو سره خپلې پيسې هم یو ځای کړي او ټول پنځه کورونه پرې ورغوي.