هلمند امنیه قومنداني د تیري میاشتي په جریان کي د بیلابیلو جرمونو په تور ۲۲۴ تنه مجرمین نیولي دي.

Aug 5, 2023 - 21:02
 18
 هلمند امنیه قومنداني د تیري میاشتي په جریان کي د بیلابیلو جرمونو په تور ۲۲۴ تنه مجرمین نیولي دي.

نن شنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد ۱۴ نیټه د هلمند امینه قومنداني د اړیکو او مطبوعاتو امریت د یوي رسنیزي ناستي پرمهال  خبریالانو ته وویل: چي د یوي میاشتي په اوږدو کي یې ۲۲۴ تنه مجرمین د غلا،قتل،اخلاقي فساد،الکترونیکي جرایم،د غیري قانوني وسلو ګرځول،د نشه یي توکو پیر او پلور او یو شمیر نور جرمونو په تور نیولې او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.

د نیول سويو کسانو سره  ۵ میله مختلف النوع اصلحي،اته لاسي بمونه،۱۴۲۷ پیره د سپکو او درنو وسلو مرمي،مخابري،۱۵ موټرسیکلان،یوه عراده موټر،نغدي پیسي،ټلفونونه،او نشه یې توکي د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون د هلمند د یو شمیر ولسوالیو په مربوطاتو کي نیول سوي دي.

د هلمند ولایت د امنیه قومنداني د ویاند په خبره چي د همدي میاشتي په جریان کي د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت له لوري یې د نشه یې توکو ۳۰ کارخاني کشف او له منځه وړل دي.

هلمند امنیه قومنداني داسي مهال په بیلابیلو جرمونو د تورن کسانو د نیونې خبر ورکوي چي هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي بیا ښاریان د غلاو او شکونو څخه په تنګ سوي دي دوی له حکومت او کشفي اورګانو څځه غوښتنه کوي چي په ښار کي دننه دي د هغو غلو مخه ونیسي چي په ورځني ډ‌ول د خلکو له کورونو،دوکانو څخه غلاوي کوي او ښاري نظم یې ګډوډ کړي دی.

د هلمند امنیه قومنداني ویاند مني چي ښار کي غلاوي زیاتي سوي دي په وینا یې د یوی میاشتي په جریان کي تر شپیتو زیات غله نیولي او قضایی اورګانونو ته یې سپارلي د هغه په خبره هیچاه به اجازه ورنکړي چي ښاري نظم ګډوډ کړي او هغه کسان چي نیول کیږي په خپل سزا به رسیږي.

هلمند امنیه قومندانۍ داسي مهال د ګڼ شمیر مجرمینو د نیول خبر ورکوي چي لښکرګاه ښاریان دې وروستیو کي د غلاو او شکونو څخه په تنګ سوي دي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو