ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د مسیر د څرنګوالي په اړه پرون موافقه وکړه.

Jul 19, 2023 - 10:53
 9
ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د مسیر د څرنګوالي په اړه پرون موافقه وکړه.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په یوه بیان کې وايي چې د درې واړو هېوادونو د اورګاډي د ادارو جګپوړو چارواکو پرون په اسلام‌اباد کې پرېکړه وکړه چې د اورګاډي د پټلۍ مسیر به له ازبکستان څخه افغانستان ته تر ننوتو وروسته له مزارشریف څخه پیلېږي او د پکتیا ولایت تر خرلاڅي بندر پورې به دوام کوي او بیا به د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره یوځای کېږي.
بیان زیاتوي چې د دې پروژې د تطبیق لپاره یو یوکلن پلان هم لاسلیک سو چې له مخې یې یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړوند معلومات چمتو کوي.
په بیان کې یادونه سوې چې په اسلام‌اباد کې په دې اړه په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د ا.اد حکومت او ازبکستان سفیر او همدا راز د پاکستان د اورګاډي او مالیې وزیران هم حاضر وو.